د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو د «غیرقانوني کډوالو» پر وړاندې په درې ورځنیو عملیاتو کې د کورونو هغه ۱۶ مالکان نیولي چې ناقانونه افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي و او ورسره جوخت یې ۱۶۳ افغانانو هم نیولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د راولپنډۍ پولیسو دغه عملیات ۳ ورځې مخکې پیل کړي او په دې برخه کې یې د تورنو کسانو پر وړاندې ټولټال ۵۱ رسمي قضیې ثبت کړې دي.
چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره «توقیف ځای» ته لیږدول شوي دي.
د راولپنډۍ پولیسو په یوې اعلامیې کې له پاکستانیانو غوښتي چې، «خپل کورونه، دوکانونه، جایدادونه او یا وسایط هغو بهرنیانو ته په کرایه مه ور کوئ، چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري، او له هغو سره له هر ډول معاملې او یا هم پر کارونو له ګومارنې ډډه وکړئ.»
د چارواکو په وینا، هغه بهرنیان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، باید د خپلو سیمو اړوند د پولیسو په حوزو کې په رسمي توګه ثبت شي.

