د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په خالق اباد سیمه کې د وسله والو د یوه نښه ویشتونکي له خوا په برید کې د پاکستان د دوو کمانډویانو په ګډون ۶ سرتيري وژل شوي دي.
ځایي چارواکو بیا په علمیاتو کې د ګڼو بلوڅ وسله والو د وژولو ادعا کړې.
د پاکستان ځایي امنیتي چارواکو د جمعه په ورځ (د لړم ۹مه) د خراسان ډایري په نوم رسنۍ ته ویلي، چې په بلوچستان کې پر ځواکونو د بریدو وروسته یې د بلوڅ وسله والو پر پټنځایونو عملیات تر سره کړي.
چارواکو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې ډېری بلوڅ وسله وال وژلي دي؛ خو تر اوسه یې لا د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی ویلی.
د بلوچستان دغه سېمې ته ټولې لارې تړل شوي او د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي.
له سیمې سره ټولې مخابراتي اړیکې هم پرې شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

