اصف طالبانو ته خبرداری ورکړ که د ټي‌ټي‌پي ملاتړ بند نه کړي د اړیکو عادي کیدل امکان نلري

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې افغان طالبان د ټی ټي پي له ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی، تر هغو به د کابل او اسلام اباد اړیکې عادي نه شي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي په افغانستان کې اوسیږي او پاکستان ته یې د ننوتو مخه باید ونیول شي.

خواجه اصف د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) د پاکستان له جیونیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:«له ګاونډي سره سوله ییزې اړیکې یوازې هغه وخت ممکن دي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ په بشپړ ډول پای ته نه وي رسیدلي.»

نوموړي د استانبول مذاکراتو ته په اشاره ویلي، که له افغانستان نه پاکستان ته د ټي‌ټي‌پي د ننوتلو لړۍ دوام ولري او مخه یې ونه نیول شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې عملي کول ناممکن دي. خواحه اصف په ټینګار سره وویل:«د پاکستان اساسي غوښتنه د افغانستان له طرفه د ترهګرو هر ډول نفوذ بندول دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه د اسلام اباد او کابل ترمنځ په استانبول کې دویم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په ۶مه نېټه پیل شي.

نور خبرونه

رادیو