افتاب شیرپاو: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پیل د سولې هیلې پیاوړې کړې دي

۷ ساعتونه مخکې

د قومي وطن ګوند مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیاپیل او د اوربند دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګېدو هیلې پیاوړې کړې دي.

شیرپاو د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل او د اوربند تسلسل د امن او ثبات د قیام یوه هیله بښونکې کرښه ده، موږ د قطر او ترکیې له خوا د دې بهیر په اړه د هغوی تعمیري رول او نه ستړي کېدونکې هڅې له زړه منو.»

نوموړي زیاته کړه، که د څارنې او تایید یوه ګډ میکانېزم رامنځته او په موثر ډول عملي شي، نو دا به نه یوازې د سولې بهیر لا پیاوړی کړي، بلکې د دواړو لوریو ترمنځ د بې‌باورۍ او بدګومانۍ فضا به هم کمه کړي.

نور خبرونه

رادیو