د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د نومبر په ۶مه له طالبانو سره پیلیدونکي درېیم پړاو مذاکرات به مثبته پایله ولري.
طاهر اندرابي د اوونیز رسنیز خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د قطر او ترکیې د منځګړو په شتون کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات تېره شپه په استابول کې پای ته ورسېدل.
نوموړي زیاته کړې:«پاکستان په ښه جذبه او مثبت نیت د استابنول په مذاکراتو کې برخه اخیستې وه.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي، چې اسلام اباد د خپلو څرکندو تګلارو له مخې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی او هېڅلکه به اجازه ورنه کړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان د شخړې غځولو غوښتونکی نه دی، خو افغان طالبان دې هم د نړیوالو ژمنو له مخې، د ترهګرو پر وړاندې کلک ګامونه پورته کړي.
اندرابي زیاته کړې:«طالبان دې د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو وسلهوالو پر ضد اقدامات وکړي. پاکستان د تېرو څلورو کلونو راهیسې، طالبانو ته د دې ډلو د حضور په اړه باوري معلومات وړاندې کړي دي، خو بیا هم په پاکستان کې د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدو ډېر شوي دي.»
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه په استابنول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات پای ته ورسیدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په شپږمه نېټه پیل شي.
یاده دې وي چې طالبانو تل ویلي چې افغان خاورې به هېڅکله د ګاونډي هېوادونو پر ضد استفاده نه شي.

