ایران د دوو افغان وګړو په ګډون ۹ تنه اعدام کړي دي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» په یوه خپور کړې راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دوو افغانانو پشمول ۹ تنه بندیان اعدام کړي دي.

دا سازمان په خپل راپور کې وایي، چې د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه لا زیات معلومات نشته خو ویل کېږي چې دا زندانیان د «جنسي تیری» په تور محکوم شوي وو او د دوی د اعدام حکم د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې عملي شوی دی.

دغه راز، د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، څو نور بندیان هم د مشهد، ګنبدکاووس، زنجان، کرج، ملایر، نهاوند، قزوین او کرمان په زندانونو کې د «قصدي قتل» او « مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي دي.

هه‌نګاو وایي، دا اعدامونه تر اوسه د ایران د حکومتي رسنیو، په ځانګړي ډول د قضایي قوې اړوندو رسنیو، له‌خوا ندي خپاره شوي.

تر اوسه په افغانستان کې طالب چارواکو د دغه دوو افغان وګړو د اعدام په اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.

دا سازمان وايي، افغان کډوال په ایران کې له اساسي حقوقو بې‌برخې دي او ډېری یې پرته له مدافع وکیل څخه اعدامېږي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۶۰افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.

همدارنګه، یوازې د اکتوبر په میاشت کې درې افغانان د «قصدي قتل» او «د مخدره موادو» د جرمونو په تور اعدام شوي دي.

سره له دې چې ایران تر اوسه طالبان په رسمي توګه نه‌دي پېژندلي، خو دواړه هېوادونه نږدې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

نور خبرونه

رادیو