په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو شور او تبلیغات دې ډلې ته مشروعیت نهشي ورکولی.
هغه د طالبانو د دغو تبلیغاتو په تړاو وضاحت نه دی ورکړی، خو ښايي اشاره یې له پاکستان سره جګړه او همداراز خبرې اترې وي.
نصیر احمد اندېشه په جنیوا کې د سویلي افریقا له دایمي استازي سره په کتنه کې زیاته کړه، «هغوی [طالبان] اور لګوونکي دي، نه اور مړه کوونکي.»
اندېشه د جمعې په ماخوستن (د لړم ۹مه) پر ایکس خواله رسنۍ په ډاګه وویل، افغانستان له سویلي افریقا سره د بشري حقونو او وقار د ساتنې او د تبعیض پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ګډ تاریخ لري او هغه یې د مقاومت او زړورتیا یوه نښه وبلله.

