لوبې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا ته ځینو سیاسي شخصیتونو غبرګونونه ښودلي

۱ ساعت مخکې

بېلابېلو سیاسي مشرانو، د خواله رسنیو کاروونکو، افغانانو او طالب چارواکو د فوټسال په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې اتلولي ستایلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ځوانانو د فوټسال په اسیایي سیالیو کې د خپلې دغه تاریخي بریا سره افغانستان ته لوړ ویاړ ورپه برخه کړ. نوموړي د دغه بریا له کبله د فوټسال لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او لوبغاړو ته یې د لا بریالیتوب هیله کړې ده.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او رنګین دادفر سپنتا، پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي، د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات او د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو په جلا، جلا پیغامونو کې د فوټسال لوبډلې اتلولي ستایلې ده.

دوی په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې افغان لوبغاړي په کمو امکاناتو سره په نړۍوالو ډګرونو کې ښه ځلیدلي او د افغانستان ښه استازیتوب یې کړی. پرون د افغانستان د فوټسال له ۱۷کلونو کم عمره لوبډلې د اسیا جام په پایلوبه کې ایران ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.

افغان لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې ایران ته ۲-۱ په توپير سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره یې د سرو زرو مډال وګاټه. د لوبې لومړی ګول د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر عباس حیدري ترسره کړ او افغان لوبډله د لومړۍ پاڼۍ تر پایه یو د صفر په مقابل کې مخکښه شوه.

په دویمه پاڼۍ کې بیا هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل او دا ځل علي احمدي په بریاليتوب سره د ایران پر ضد دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې دوه-صفر کړه. خو د افغانستان تر دویم ګول شاوخوا درې دقیقې وروسته ایران هم ګول وواهه او په دې توګه یې یو ګول جبران کړ؛ خو د بل ګول په وهلو بریالي نه شول او افغان لوبډلې لوبه په خپل نوم کړه.

نور خبرونه

رادیو