د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي. فرامرز محمد له درې کلن ځنډ وروسته د راتلونکې لېندۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه له خپل سکاټلنډي سیال سره د انګلستان په نیوکاسل ښار کې لوبه کوي.
دواړه لوبغاړي به د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په ګټګورۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.
۳۱ کلن فرامرز محمد تر اوسه پورې په شپږو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې څلور یې ګټلې او دوه یې بایللې دي. هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۳کال (د سپتمبر په ۹مه) د FCC سازمان په سیاليو کې برخه اخیستې وه.
بلخوا د هغه ۲۸ کلن سیال رایان کمپبل په څلورو مسلکي سیالیو کې درې بریاوې او یوه ماته لري. د کمپبل وروستۍ سیالي د ۲۰۲۵کال (د جون په ۲۸مه) د CWFC سازمان په اډانه کې ثبت شوې ده.

