د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د زمبابوې پر وړاندې د درې شلاوریزو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پچه (ټاس) وګاټه او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. دا سیالي د افغانستان پر وخت نن مازدیګر ۴ بجې د زمبابوې په کوربهتوب پیل شوه.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې شلاوریزو نړیوالو سیالیو لړۍ نن په لومړۍ لوبې سره پیل شوه.

