افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو فوټسال اتلولي‌ خپله کړه

۴۱ دقيقې مخکې

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه.

دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبغاړي عباس حیدري د لوبې په لومړۍ نیمایي او علي احمدي د دویمې نیمایي په جریان کې د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

دا د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د تاریخ لومړنۍ اتلولي ده.

ایران دوهم مقام ترلاسه کړ، تایلنډ درېیم شو او ازبکستان څلورم مقام خپل کړ.

د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ لوبه د ایران د رسنیو له لوري د شخړو او رواني فشارونو له امله ډېره حساسې شوې وه؛ خو د افغانستان لوبډلې له پایلوبې مخکې هم په سیالیو کې خورا روښانه او بریالۍ لوبې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو