د افغانستان د ۱۷ کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله به نن د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له ایران سره لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د بحرین په کوربهتوب پیلېږي.
افغان لوبډله په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلې او په لومړي پړاو کې یې د درېیو پرلهپسې بریاوو او ۲۱ ګولونو په وهلو سره پایلوبې ته لار وموندله. د ایران لوبډله هم په اسیايي سیالیو کې ښه ځلېدلې او د دغه سیالیو د اتلولۍ مقام د ګټلو په تکل کې ده.
په ورته وخت کې نن د دغه سیالیو په لړ کې د درېیم مقام لپاره هم د ټایلنډ او ازبکستان ترمنځ لوبه کېږي. په دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، چین، بحرین، ایران، ټایلنډ، عربستان او قرغزستان لوبډلو ګډون کړی و.

