د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
په دې سیالۍ کې، افغان لوبډلې د پچې (ټاس) له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او د راشد خان تر مشرۍ لاندې د ۲۰ اورونو په بشپړولو سره یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیبالرحمن، عظمتالله عمرزي او عبدالله احمدزي د غوره توپ اچونې په مټ د سیالې لوبډلې توپوهنه وځپله او زمبابوې کرېکټ لوبډله یې په ۱۲۷ منډو اوټ کړه.

