طالبان وايي په افغانستان کې ۲۶ میلیونه فعال سیمکارتونه موجود دي

۱۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، افغانستان کې دمګړۍ ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه موجود دي. د نوموړي په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۵ سلنه جغرافیه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده.

الکوزی زیاتوي، چې د تېرو څلورو کلونو پرمهال د یادې ډلې د مخابراتو وزارت ۵۵۰ مخابراتي سایټونه طرحه کړي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۰ یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او په همدې موده کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا هم د مخابراتي پوښښ په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۵۰ مخابراتي سایټونه نصب او فعال شوي دي.

که څه هم د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو ژمنه کړې، خو په ورته مهال د مخابراتي شبکو ګڼ شمېر کاروونکي د تلیفوني اړیکو او انټرنېټ له لوړو لګښتونو شکایتونه کوي.

نور خبرونه

رادیو