په تورخم کې د طالبانو د «عمري» پنډغالي مسوولینو ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د احتمالي بیروبار د مدیریت له ستونزو د مخنیوي لپاره یې له وړاندې په تورخم کې لازم چمتووالی نیولی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په عمري پنډغالي کې یې د استوګنې خېمې، روغتیايي خدمتونه، د اوبو او خوراکي موادو چمتو کول او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې برخې چمتو شوې دي.
په تورخم کې د طالبانو د عمري پنډغالي مسوول محمد هاشم میوندوال وايي هڅه کوي، چې د پاکستان له لوري د جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.
طالبان په داسې حال کې په تورخم کې د پاکستان له خوا د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي، چې د تېرو شل ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ و راتګ پرمخ تړل شوې، چې له امله یې سلګونه افغان کډوال د کرښې ها غاړې ته د بېرته راتګ په تمه شپې او ورځې تېروي.

