د یاسر الیاس په نامه ۳۳ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې نږدې دوه کاله مخکې د خپلې پخوانۍ ملګرې د «تښتولو او جنسي تېري» په تور په هامبورګ ښار کې تورن شوی و، د خپلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته نه دی حاضر شوی.
پر دغه افغان تور دی چې له خپلو درې ملګرو سره یو ځای یې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په میاشت کې خپله۲۱ کلنه پخوانۍ ملګرې تښتولې او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د محکمې د اسنادو له مخې، دغو څلورو کسانود جنسي تېري سربېره قرباني میرمن وهلې او ډبولې هم ده. دې قرباني مېرمنې محکمې ته ویلي چې الیاس په زور د دې پر بدن خپل نوم داسې خالکوبي کړی چې اوس د ډول ډول لیزري عملیاتو وروسته هم نه پاکیږي.
د هغې په خبره: «الیاس او ملګرو یې دا کار د دې لپاره کړی چې ګواګې زه یوازې د ده په نوم یم.»
دغه میرمنې همدا شان زیاته کړې چې دې پخواني ملګري یې له جنسي تېري وروسته ترې ویډیو هم ثبت کړې او په کراتو کراتو یې پرې ګواښلې ده. یاسر په ۲۰۲۴ کال کې د هامبورګ یوې سیمه ییزې محکمې د جنسي تېري، تاوتریخوالي او ځورونې په جرمونو په ۹ کاله بند محکوم کړ.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، یاسر مخکې هم د تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوی او زندان ته تللی دی. راپورونو پر بنسټ تورن الیاس د ورپیښې ناروغۍ له کبله محکمې ته نه دی حاضر شوی.

