د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبادالله فاروقي وايي، چې سبا د پاکستان له خوا د تورخم دروازه یوازې د ګډوالو لپاره پرانېستل کېږي. نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي:«هېوادوال او مسافرین دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه د پاکستان لورې له قوله دروازه یوازې د کډوالو لپاره پرانېستل کېږي.»
پر همدغه مهال د خیبر ښتونخوا په ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ به د تورخم دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پرمخ خلاصه شي.
سرچینو ویلي، چې د ستنېدونکو کډوالو پرته پر تورخم دروازه بل هر ډول تګ راتګ او ترازیت ته اجازه نه ورکول کېږي.
د تورخم دروازه د تېرو شل ورځو راهیسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

