نن د ۲۰مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړلې دي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کېږي. په پاکستان کې له کورونو اېستل شوي افغان کډوال شکایت کوي، چې نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه هم په پاکستان کې سرپناه لري.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سره ګڼې افغانې کورنۍ بېکوره شوې هم دي. په پاکستان کې مېشتې د بشري حقونو یوې فعالې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له درېیو ورځو راهیسې یې کورنۍ بېکوره شوې چې له امله یې د خلکو په کورونو کې لالهانده شپې سبا کوي.
هغه وایي:« یو دم د کور څښتن راته ځواب راکړ، چې کور یې تش کړم؛ خو سره له ډېرو هڅو څوک نه حاضرېږي، چې کور راکړي او د تړلو لارو له امله بېرته افغانستان ته هم نهشم ستنېدای.»
که څه هم په لنډمهالي ډول د چمن له لارې هغه افغان کورنیو ته چې له پاکستان نه په جبری توګه اېستل کېږي افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي؛ خو دغه لړۍ هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ ده.
د بلوچستان ایالت په چمن کې ځایي خلکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په لنډمهالي ډول د کډوالو پرېښودو د چمن سپین بولدک دروازې ته څېرمه ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده.
د دوی په وینا، هره ورځ سلګونه کورنۍ چمن ته ستنېږي؛ خو دا چې دروازه په یوه ځانګړي وخت کې پرانېستل کېږي، نو دوی اړ دي چې په سړه هوا کې په تمه پاتې شي. د معلوماتو پر بنسټ؛ ډېری کورنۍ چې ماشومان هم پهکې شامل دي، له بنسټیزو اسانتیاوو پرته ان تر درېیو شپو افغانستان ته د ستنېدو په موخه انتظار کوي.
د پاکستان حکومت په دې اړه لاتراوسه څه نهدي ویلي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي. له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي.
د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یو شمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایې ورکړي وو.
که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

