د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د خبرو پایله د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکی ټاکي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «دواړه لوري باید په رښتینولۍ او هوښیارۍ سره خبرې ترسره کړي، ځکه غیر واقعي تمې د هېچا په ګټه نهدي او یوازې د بهیر د اوږدېدو او د پرمختګ د کمزوري کېدو ګواښ رامنځته کوي.»
دغه طالب چارواکي ویلي، د اوربند دوام، د مشرانو په کچه د راتلونکو خبرو هوکړه او د څارنې او ارزونې د مېکانېزم جوړېدل ښيي چې دواړه خواوې د پرمختګ په لور روانې دي او د سولې د بهیر پرمخ وړلو په اړه جدي ژمنتیا لري.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوې خبرې پرون په رسمي توګه پای ته ورسېدې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي اصولي دريځ په رڼا کې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتی.
نوموړي ویلي، د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتې اړیکې غواړي. مجاهد د استانبول خبرې یوه پېچلې پروسه یاده کړې وه او لیکلي یې و: «بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسایل به تر ارزونې او بحث لاندې نیسي.»

