د شمالي اروپا د بدن ښکلا سیالۍ چې د سویډن په «الینګسوس» ښار کې ترسره شوې، پهکې افغان ورزشکار بسمالله مرداني هم برخه اخیستې وه. بسمالله چې دا مهال په فنلنډ کې اوسېږي او د فنلنډ د بدن ښکلا د ملي لوبډلې غړی هم دی، په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.
نوموړي د بدن ښکلا په سیالیو کې درېیم او د کلاسیک فزیک په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی. دغه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو پهکې برخه اخیستې وه.
بسمالله مرداني تر دې وړاندې په تلې میاشت کې هم د بدن ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړي وو. ټاکل شوې، چې دغه ۲۷ کلن افغان ورزشکار دوه اوونۍ وروسته په هسپانیا کې د بدن ښکلا په نړۍوالو سیالیو کې د فنلنډ ملي لوبډلې په استازیتوب ګډون وکړي.
نوموړی له لسو کلونو راهیسې په فنلنډ کې ژوند کوي او له ۲۰۱۷کال راهیسې په مسلکي توګه د بدن ښکلا ورزش کوي.

