د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان ویلي، دوی د ایران له نورو ادارو سره په ګډه د روان کال له پیل څخه تر ۱.۵مېلیونه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، له دې ډلې ډېری یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا، بهرني وګړي چې پوه شول ایران له بېاسناده کډوالو سره ستونزې لري او ورته د استوګنې شرایط نور مناسب نهدي؛ نو په خپله خوښه یې له دغه هېواده وتل پیل کړل. نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې ایراني پولیسو او ځواکونو افغانان په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري. ډېری اېستل شویو افغانانو نیوکه کړې، چې پولیسو شکنجه کړي، لوټلي او ان زنداني کړي هم دي.
دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې، چې ایران له افغانستان سره پر پوله د سپاه پاسدارانو ځواکونو تر ۲۰۰کېلو مېټرو پورې دېوال بشپړ کړی دی. هغه وایي، پر یاده پوله د دېوال جوړېدو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او دغه بهیر لا نور د چټکتیا په حال کې دی.
جمشیدیان وویل: «هیله لرو، چې په راتلونکو کلونو کې د ختیځو پولو د بشپړ بندېدو پروسه هم بشپړه شي؛ څو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.»
هغه همداراز څرګنده کړه، چې د سرحدي دیوال جوړونې لپاره کارېدونکي ځینې وسایل او تجهیزات زاړه شوي او اوس یې د نوي کولو پر پلان کار روان دی. نوموړی وایي، د دغه امکانات برابرول د بودجې سره هم تړلي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په خبره؛ که اړینه بودجه برابره شي، نو د دېوال جوړونې چارې به په نږدې راتلونکي کې په پوره ځواک سره پر مخ ولاړې شي.
له ایران ور هاخوا د طالبانو په روانه واکمنۍ کې پاکستان هم هغه هېواد دی، چې د روان کال له پیله یې نږدې ۵۰۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ تر نن ورځې هم په چټکۍ روانه ده. له طالبانو سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان رامنځته شوي کړکېچ پر مهال په وار، وار اسلاماباد خبرداری ورکړی، چې نور ورته په خپل هېواد کې د افغان کډوالو حضور د منلو نهدی.
هاخوا افغانستان هم له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي کړکېچ، فقر، بېثباتۍ او سیاسي ناورین سره مخ دی. ملګرو ملتونو او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د کډوالو ستنېدو لړۍ په هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی او که دغه لړۍ دوام وکړي؛ نو د لوږې کچه به هم ورسره پراخه شي.
طالبان که څه هم بېرته ستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو دعوې کوي؛ خو پرې نیوکې دي چې مدیریت او مرستو رسولو کې پاتې راغلي. د تازه ستنو شویو افغانانو پر وړاندې بېروزګاري، د سرپناوو نشتوالی، د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

