پاکستاني رسنۍ: د چمن له لارې هره ورځ له درېیو تر څلور زرو پورې کډوال افغانستان ته ستنېږي

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د چمن له لارې هره ورځ له درېیو تر څلور زرو پورې کډوال افغانستان ته ستنېږي. د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې تر دې دمه ۱۵لکه ۱۴زره او ۳۸۴ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د پاکستان حکومت نور چا ته اجازه نه‌ورکوي چې له پاسپورټ او وېزې پرته دغه هېواد ته داخل شي. د پاکستان ټلویزیون (PTV News) سې‌شنبه (د لړم ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، یوازې هغه کسان پاکستان ته تلای شي چې سوداګریزې یا سیاحتي وېزې ولري.

راپور زیاتوي، چې د بلوچستان حکومتي ادارې په چمن کې د کډوالو لپاره د اوسېدو او خوراک زمینه برابره کړې؛ خو له دې سره داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په چمن کې بندپاتې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له بل پلوه د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دې لارې بېرته خلاصې کړي. هغه ویلي، چې له ۱۵ ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لارې تړلې دي، هغه افغان ماشومان، ښځې او سپین ږېري تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

سراج الحق د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له انساني اصولو سره سم دې ژر تر ژره لارې خلاصې کړي؛ څو بند پاتې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

که څه هم د پاکستان دولتي ټلوېزیون ویلي، چې افغانان د شوداګریزو او سياحتي وېزو له لارې پاکستان ته راتلای شي؛ خو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي، چې پاکستان له یوه کال راهیسې د سوداګریزو وېزو ورکړه کمه کړې دي. یادې رسنۍ ویلي، چې یوازې د سیاحتي او سوداګریزو وېزو لرونکي افغانان پاکستان ته تلای شي؛ خو د روغتیایي وېزو یادونه یې نه‌ده کړې.

نور خبرونه

رادیو