پاکستاني پولیسو د افغانانو په ګډون نږدې ۲۲زره بهرنیان له خپل هېواده اېستلي

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون د‌ پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو پسې پولیس کور په کور ګرځي او د ډیپورټ مرکزونو ته یې وړي. دغه هېواد کې مېشت افغانان شکایت کوي، چې پولیس یې له ماشومانو او عمر خوړلو کسانو سره هم ناسم چلند کوي. همدا راز نیوکې شوې، چې دغو اېستل کېدونکو افغانانو ته دا فرصت هم نه ورکول کېږي؛ څو د خپلو کورونو توکي، کاروبارونه او شتمنۍ راټولې کړي.

هم مهاله په اسلام‌اباد کې ډېری افغانانو نیوکې کړې، چې د دوی نیول کېدل اوس پاکستاني پولیسو ته د روزګار یوه وسیله ګرځېدلې او ان قانوني کډوال هم د پیسو یا بډو اخیستو د پلمې لپاره نیسي. پاکستان د روان زېږدیز کال له پیله تر ۵۰۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه اېستلي. دا ځل یې د ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکو د اېستنې لړۍ هم په چټکۍ سره پیل کړې ده.

هم‌مهاله ایراني چارواکو هم خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله یې نږدې ۱.۵مېلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته اېستلي او دغه بهیر لا هم روان دی. ډېری ستنو شویو افغانانو شکایتونو کړي، چې د‌ پاکستاني او ایراني پولیسو له لوري ورسره ظالمانه چلند شوی دی.

د کډوالو ملاتړ سازمانونه اندېښنه لري، چې په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو وضعیت خورا خطرناک دی او لا له وړاندې پیل شوی بشري ناورین ورسره لا پراخ شوی. بېرته ستانه شوي افغانان په کور دننه د سرپناوو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او فقر څخه کړېږي.

نور خبرونه

رادیو