تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۸زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې پرون دوشنبه له ایران او پاکستان نه ۱۳۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹۶۹ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې؛ یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډیوربنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د تړل کېدو له کبله د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

وړاندې په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په لنډمهالي ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د راپورونو پربنسټ؛ د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله هم سلګونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې بندې پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو