مریم نواز: هېڅ‌څوک نشي کولی بې‌اسنادو افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورکړي

۳ ساعتونه مخکې

د پنجاب سر وزیره مریم نواز وايي، په دغه ایالت کې هېڅوک حق نه لري بهرنیانو، په ځانګړي ډول بې‌اسنادو افغان کډوالو ته، کورونه په کرایه ورکړي.

مریم نواز خبرداری ورکړی، که هر پاکستانی دا کار وکړي، نو پر ضد به یې د جرم قضیه ثبت او قانوني اقدام به وشي.

د پاکستان د پنجاب ایالت د حکومت د رسنیو دفتر نن سې‌شنبه، د لړم پر ۶مه، پر اېکس‌ پاڼه لیکلي چې د ایالت سر وزیرې مریم نواز نن د یوې امنیتي ناستې مشري کړې ده.

د په ناسته کې مریم نواز اړوندو ادارو ته امر کړی چې د ایالت په کچه د ټولو بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو، د پېژندنې او معلومولو لپاره ځانګړی پروګرام عملي کړي.

نواز وویل:«د افغان کډوالو د معلومولو لپاره پرمختللې ټیکنالوژي کاروو.»

مریم نواز ویلي، هغه افغانان چې د سفر پر ویزه د کار لپاره پنجاب ایالت کې کار کوي باید مخه یې ونیول شي.

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پنجاب حکومت د افغان کډوالو پر ضد دا پرېکړه کوي.

نور خبرونه

رادیو