قزاقستان پلان لري چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ډېر کړي او د جوارو صادرات هم پيل کړي. دا پرېکړه د قزاق – افغان سوداګریز فورم پر مهال په شېمکېنت ښار کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سېرېک ژومانګرین ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې شوې.
په دې غونډه کې د دولتي ادارو، مالي بنسټونو او خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د غلو دانو د صادراتو د پراخېدو په اړه خبرې وکړې.
تمه کېږي چې له قزاقستان څخه د افغانستان بازار ته د غلو دانو صادرات نور هم زیات شي.
قزاق چارواکي وايي، د منګستاو په سیمه کې د غلو دانو ترمينل، چې سږکال یې د ازمايښتي جوپو لېږد پیل کړی، په دې برخه کې مهم رول لري.
اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د دې ترمينل د جوپو اندازه نوره هم لوړه شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په لور.
افغانستان نه يوازې د غنمو، بلکې د هر کال شاوخوا يو ميليون ټنه جوارو د پېرلو چمتووالی هم څرګند کړی دی.
قزاقستان په دوديز ډول هر کال افغانستان ته له ۱،۵ تر ۲ ميليونه ټنه غنم او اوړه صادروي. اصلي ترانسپورتي لاره د ازبکستان له لارې ده، خو د بدیلې لارې په توګه د ترکمنستان له لارې د ترانزیت امکان هم څېړل کېږي، څو د عرضې ثبات خوندي شي.

