د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د طالبانو د هرات والي سره لېدنه کې د ایران او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره پر پوله د ولایتي ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار کړی. طالبان وايي، ایران تر مزار شریف د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ غځولو ته لیوالتیا ښودلې.
د ایران د بهرنیو چارو زارت ویلي، چې غریب ابادي د چار شنبې په ورځ په هرات کې د طالبانو له والي نور احمد اسلام جار سره د لېدنې پرمهال د ګډو مذهبي او کلتوري اړیکو پر بنسټ د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې او په ولایتي کچه یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په هرات کې د طالبانو والي د اقتصادي همکارۍ پراختیا او په ځانګړې توګه تر مزار شریف پورې د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ غځولو ته لیوالتیا ښودلې ده.
پر همدغه مهال طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام جار له غریب ابادي سره د لیدنې پرمهال د همکاریو د پراختیا ژمنه کړې ده.
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې اسلام جار د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي څخه د کرنې، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د ګډو ظرفیتونو او متقابلې همکارۍ د پراختیا زمینې برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

