د اوبو چارو پاکستاني کارپوهانو او چارواکو اندېښنه ښودلي او وايي، چې که پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو جوړولو پلانونه عملي شي، نو په پاکستان کې به د فصلونو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې پر کونړ سیند د بند جوړولو امر کړی.
د پاکستان نیوز ورځپانې په خپل یو راپور کې ویلي، چې افغانستان پر کونړ او کابل سیندونو د بندونو په جوړولو سره کولی شي، چې د ۳،۰۸ تر ۳،۷۰ میلیارده متر مکعب اوبه ذخیره او پراخې ځمکې پرې خړوبې کړي.
د راپورونو له مخې، پاکستان اوس په منځني ډول له کابل سیند څخه هرکال څه باندې ۲۰ میلیارده متره مکعبه اوبه کاروي او که افغانستان د اوبو د زېرمه کولو په پلان کې بریالی شي، نو پاکستان ته تلونکې اوبه به ۱۶ سلنه کمې شي.
د «اندس سیند سیسم ادارې» او د اوبو سرچینو وزارت چارواکي ویلي، چې د کابل سیند د پاکستان د باراني فصل لپاره ځانګړی ارزښت لري او د اوبو د کمښت پرمهال یوازې د جیلم سیند د کرنیزو ځمکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
د یادې ادارې یو چارواکي ویلي:«د جون له ۱۰ مې مخکې د کابل سیند اوبه خورا مهمې دي، ځکه هغه مهال د سند او سویلي پنجاب د ځینو سیمو د کرنې لپاره د تخم پاشۍ پرمهال د اوبو کمښت رامنځته کېږي او د تربېلا بند کې اوبه خورا کمې وي.»
دغه پاکستاني رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، چې هند طالبانو ته د افغانستان د اوبو بنسټیزو پروژو لپاره د مالي او تخنیکي مرستۍ په توګه ۱ میلیارد ډالره ژمنه کړې ده، خو په اسلام اباد کې لوړ پوړو چارواکو ویلي، د هند دغه ډول ژمنې د سیاسي موخو لپاره دي، نه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره.
د اوبو د برخي پاکستاني کارپوهانو ویلي، طالبان د برېښتا د تولید او کرنې لپاره د اوبو بندونو جوړولو لپاره کافي تخنیکي او مالي وړتیا نه لري«په کونړ یا بل ځای کې د لویې زېرمې جوړول یو سخت کار دی. د اوسنیو سیاسي او اقتصادي حقایقو په نظر کې نیولو سره دا ډېر امکان نه لري چې دغسې پروژې ژر عملي شي.»
د پاکستان د چترال سیند له دغه هېواد څخه له وتلو وروسته د کونړ په سیند بدلیږي او د کابل سیند په بهیدنه کې ۵۰ سلنه ونډه لري.
د اوبو چارو پاکستاني کارپوهانو ویلي، چې د کونړ سیند د هر ډول تعدیل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د حقوقي او سیاسي شخړو لامل شي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې پاکستان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې، حق نه لري چې د چترال سیند اوبه په خپله خاوره کې راوګرځوي او د چترال سیند اوبو کې د افغانستان مشروع حق باید په پام کې ونیول شي.
کار پوهانو ویلي، چې دواړه هېوادونه دې خپل اوبیز حقوق د خبرو اترو له لارې وساتي او د یو اړخیزو اقداماتو مخه دې ونیول شي.
د کارپوهانو په وینا، د افغانستان د نفوس د زیاتېدو او د کرنې د اړتیاوو د پراخېدو له امله د اوبو د زیرمو رامنځته کول د کابل منطقي غوښتنه ده.
د راپورونو له مخې، تردې مهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د رسمي وېش هېڅ تړون نشته.
پاکستان کې د باراني فصل پر مهال د اوبو د کمښت په تړاو اندیښنې پر داسې مهال راوړلاړې شوې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د خپلې ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر ته پر کونړ سیند د بند جوړولو امر وکړ.

