رحمت الله نبیل: پاکستان له سخت سیاسي او نظامي ناورین سره مخ دی

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوې مقاله کې ویلي، پاکستان د تېرو څو لسیزو پرتله اوس‌مهال تر ټولو ژور کورنی سیاسي او نظامي ناورین تجربه کوي. هغه وایي، اسلام‌اباد د کابل پر وړاندې دوه‌ مخی سیاست او له نیابتي ډلو سره لوبې کولې چې اوس یې خپله جال کې لوېدلی.

نبیل زیاتوي، له نښو نښانو ښکاري چې د پاکستان سیاسي او امنیتي نظام د زوال په حال کې دی. نوموړی وړاندې لیکي: «اقتصادي ناورین، د کرنسۍ ارزښت لوېدل، د پانګه‌والو تېښته، د سیاسي مشروعیت له‌منځه تلل، د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ ژور درزونه او د پاکستاني طالبانو (TTP) او نورو تندلارو ډلو بریدونه ښيي چې اسلام‌اباد تر بل هر وخت له ضعف او ناتوانۍ سره مخ دی.»

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت د دغه پخواني رییس په خبره؛ د استخباراتي او خطرناکه پروژو عملي کول یا د افغانستان نا امنه کول خپله له چړې سره لوبې دي او اسلام‌اباد ته د یوې سټراتېژیکې ځان وژنې په مانا هم ده.

نبیل په خپل تحلیل کې وایي، واشنګټن ته د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو وروستي سفرونه او له امریکایي چارواکو سره د تړلو دروازو تر شا لیدنې ښيي چې اسلام‌اباد یو ځل بیا د افغانستان د امنیت په معامله‌ګرۍ پسې بوخت دی.

د هغه په وینا؛ پاکستان هڅه کوي له هغو شبکو څخه کار واخلي، چې د داعش خراسان څانګې پورې تړلې دي. هغه زیاتوي، دغه ډلې په مستونګ، ملاکنډ، باجوړ او وزیرستان کې فعالې دي؛ څو د طالبانو پر وړاندې د فشار او له واشنګټن سره د معاملې د پاڼې په توګه ترې استفاده وکړي.

د دغه پخواني افغان چارواکي په خبره؛ اوس سیمه بدله شوې، اسیایي هېوادونه اوس د پاکستان د رول او نیت په اړه نوي درک ته رسېدلي او د اسلام‌اباد د دغه پټې پروژې پر وړاندې یې دریځ نیولی دی. هند، ایران، چین او روسیه په یو وخت د پاکستان له پټو خوځښتونو اندېښمن دي. د ښاغلي نبیل په وینا؛ داسې شواهد شته، چې ځینې له دغو هېوادونو چمتو دي، که د ډیورنډ په کرښه د ترهګرو مرکزونه فعال شي؛ نو د جګړې لمن د پاکستان تر خاورې وغځوي.

نوموړی مقاله کې وړاندې کاږي: «په همدې تړاو له کابل سره د هند پرله‌پسې استخباراتي اړیکې، افغانستان ته د چین د امنیتي پلاوو پټ سفرونه چې وروستی یې د روان کال د اکټوبر په ۲۳مه و او له طالبانو سره د روسیې د نږدې کېدو هڅې په ډاګه کوي، چې سیمه‌ییزه معادله د پاکستان د‌ پخوانیو تګلارو پر وړاندې بدله شوې ده.»

د نبیل په خبره؛ چین د خپلو وګړو او پروژو پر ضد د پرله‌پسې بریدونو وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې اسلام‌اباد نور د باور وړ ملګری نه‌دی؛ بلکې د تلپاتې بې‌ثباتۍ سرچینه ده.

نبیل خبرداری ورکوي، که ترهګریز بریدونه دوام وکړي او سیمه‌ییز تاوتریخوالی زیات شي؛ نو د پاکستان د اټومي وسلو امنیت به یو ځل بیا د نړۍوالو د اندېښنې محور وګرځي. د هغه په وینا؛ له دې وروسته چې د ایران د اټومي پروګرام موضوع پای ته رسېږي، د نړۍوالې ټولنې تمرکز ښایي هغه هېواد ته واوړي چې د سیاسي او اقتصادي ناورین ښکار دی او له سختدریځو ډلو سره پېچلې اړیکې لري.

د مقالې په پای کې راغلي: «نه سیمه هغه پخوانۍ سیمه ده او نه پاکستان هغه پخوانی پاکستان.» د نبیل په باور؛ د اسیا نوې موازنه نور هېڅ هېواد ته دغه اجازه نه ورکوي، چې د دوه‌ مخي سیاستونو له لارې د سیمې ثبات او راتلونکی یرغمل کړي. هغه ټینګار کوي: «که دا ځل د ناامنۍ لمبې پورته شي؛ نو تر هر چا وړاندې به یې جوړوونکی خپله وسوځي.»

نور خبرونه

رادیو