د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یې ۳ حرفهيي کوډګر نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، له یادو کسانو د کوډو اړوند کتابونه او ځانګړي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو نیول شویو کوډګرو له جادويي اړوند ځانګړو کتابونو او توکو په استفادې سره په کورنیو کې اختلافونه رامنځته کول او ان د ښځې او مېړه ترمنځ یې بېلوالی راوسته.
د خبرپاڼې لهمخې، دغه کسان د جاوديي اعمالو د ترسره کولو پر مهال لاس په لاس نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.
دغه وزارت وايي، سحر او جادو له کبیره ګناهونو څخه دي او تر دې مخکې یې هم ګڼ کوډګر نیولي دي.

