پر غزې د اسراییل د بریدونو نوې څپه پیل شوې ده

۹ ساعتونه مخکې

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل د هوايي بریدونو نوې څپې پیل شوې دي. د لومړنیو راپورونو پربنسټ، په دغو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې دا بریدونه د سې‌شنبې په ماښام د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې شوي او د ښار په مرکزي او شمالي برخو کې د پرله‌پسې چاودنو راپور ورکړل شوی دی. سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې جنګي الوتکې په پراخه کچه د سیمې پر فضا الوتنې کوي.
دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شول، چې اسراییل یو ځل بیا حماس د «هوکړې د ماتولو» او «د یرغمل شویو کسانو د مړو په نه سپارلو» تورن کړل. د اسراییلي چارواکو په وینا، حماس لا هم د څو وژل شویو سرتېرو پاتې شونې له ځان سره لري او له سپارلو یې ډډه کوي.

نور خبرونه

رادیو