د بشري حقونو څار بنسټ د سویلي اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وایي، طالبان هغه رسنۍ څاري، خپرونې یې سانسوروي او خبریالان یې نیسي چې د هغوی پر رژیم نیوکې کوي. هغې دارنګه له هېوادونو غوښتي، چې له ګواښ سره مخ خبریالان دې په جبري ډول نه شړي.
فرشته عباسي وايي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د رسنیو ټول فعالیتونه تقریبا بند کړي دي. هغې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، په هره اندازه چې طالبان پر رسنیو فشار ډېروي؛ په هماغه اندازه په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو اړتیا ډېرېږي.
هغه وايي، هغه جلاوطنه افغان خبریالان چې د طالبانو له لاسه بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي؛ اوس له کوربه هېوادونو څخه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي. هغه زیاتوي، که دغه خبریالان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ نو د طالبانو له غچ اخیستنې سره به مخ شي.
نوموړې وړاندې ویلي، طالبان باید د رسنیو له محدودیت، د خبریالانو له نیولو، شکنجه کولو او په ټوله کې پر رسنیو له سانسور څخه لاس واخلي. فرشته عباسي وايي: «هغه هېوادونه چې جلاوطنه خبریالان پهکې مېشت دي، ترې غواړو چې د خبریالانو جبري اېستلو لړۍ ودروي.»
د راپورونو له مخې؛ خبریالان په ډېرو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او ځينې نور یې بیا لوېدیځو هېوادونو ته د تګ په تمه په درېیمو هېوادونو کې له کړاوه ډک ژوند تېروي.

