د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له ایران سره د افغان کارګرو لپاره د کاري ویزو په تړاو تر اوسه هېڅ رسمي هوکړه نه ده شوې. یاد وزارت له خلکو غوښتي چې تر هوکړې مخکې دې د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل اسناد او پیسې هېچا ته نه سپاري.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هڅې روانې دي چې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت سره داسې هوکړې ته ورسېږي، چې له مخې به یې افغان کارګر په ایران کې له هر ډول ستونزو او ناوړه تجربو خوندي وي، باعزته ژوند او کار وکړي او د خپلو حقونو بشپړ خوندیتوب ولري.

