هند وايي د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژو ملاتړ ته چمتو دی

۳ ساعتونه مخکې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، هېواد یې د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژو د ملاتړ لپاره چمتو دی او غواړي د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت هڅې پیاوړې کړي.

جیسوال دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر اتمه، په نوي ډیلي کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

نوموړي د کونړ پر سیند د بند جوړلو یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «هند د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره له ټولو هڅو ملاتړ ته چمتو دی، چې پکې د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژې هم شاملې دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې هند له افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ تاریخ لري، په ځانګړي ډول د اوبو په مدیریت کې.

هغه د سلما بند یادونه هم وکړه، چې د هند په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی او د دواړو هېوادونو د دوستی بند په نوم پېژندل کېږي.

جیسوال په دغه کنفرانس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د سفر یادونه هم وکړه.

د هند دغه دریځ داسې مهال دی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله امر کړی چې په کونړ سیند دې برېښنا بند جوړ شي.

نور خبرونه

رادیو