د پاکستان دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاع وزیر په اسلام اباد کې د امریکا له شارژدافیرې سره په ناسته کې پر هغو ننګونو غږېدلی، چې پاکستاني چارواکي یې سرچینه «افغانستان» ګڼي.
د امریکا سفارت رسما د دې ناستې په اړه لاتراوسه څه نه دي ویلي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د امریکا شارژدافیر ناتلي بېکر د افغانستان د روان وضعیت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستانی لوری وايي، چې دواړو خواوو ټینګار کړی چې « د افغانستان له خاورې متوجه ګواښونه د سیمې د امنیت لپاره جدي دي او د اغېزناکو ګډو هڅو اړتیا لري».
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خبرو پر مهال دواړو لوریو د افغانستان د سولې او ثبات اهمیت یاد کړی او ټینګار یې کړی چې له افغانستان نه سرچینه اخیستونکې امنیتي ننګونې باید په ګډو هڅو مهار شي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت تر اوسه ددې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

