حکمتیار: د پاکستان پارلمان ولې د پاکستاني چارواکو د نامسوولانه ګواښونو په اړه چوپه خوله دی

۱۰ ساعتونه مخکې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاو په اړه غبرګون ښودلی او د پاکستاني چارواکو له‌خوا د «مخامخ جګړې» د ګواښ پر وړاندې یې د پاکستان د پارلمان او خلکو پر «چوپتیا» نیوکه کړې ده.

هغه د پاکستان پارلمان ته په پرانیستي لیک کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو، پر افغانستان د پاکستان د بمباریو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر اختلاف خبرې کړې دي.

هغه په نیوکې سره ویلي:« د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې خبرونه اورو؛ خو نه پوهېږم چې د پاکستان پارلمان ولې چوپه خوله دی؟ ولې د داسې نامسوولانه ګواښونو مخه نه نیسي؟»

د حزب اسلامي ګوند مشر د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان ناسم چلند ته په اشارې سره ویلي، ولې د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني طالبانو غچ په پاکستان کې له افغان کډوالو اخیستل کېږي؟ د دغه دوو ډلو عملیات خو د تېر جمهوریت پر مهال پيل شوي وو. هغه وايي: «تاسو ولې یوه ملت ته د نمک حرام خطاب کوئ، ولې د افغانانو سپکاوی کوئ او کورونه یې په بولډوزر ویجاړوئ؟»

هغه په دغه لیک کې ادعا کړې، چې د افغانانو د «جهاد» له امله پاکستان د شوروي اتحاد له «اشغال» نه ژغورل شوی و. هغه لیکلي:« دا موږ و، چې تاسو مو له شوروي اشغال وژغورلی. که موږ له روسانو سره جهاد نه وای کړی، تاسو به اوس د شوروي اتحاد برخه وای. ایا تاسو خپله نه ویل، چې جهاد افغانستان، دفاع پاکستان؟ هغه شعارونه مو هېر شول؟»

هغه دارنګه د پاکستان اټومي وسلو په اړه ویلي:« که موږ جهاد نه وای کړی امریکا به هیڅکله تاسو ته اجازه نه‌وای درکړې، چې اټومي وسلې جوړې کړئ.» ښاغلي حکمتیار د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارېدنې ادعاوو په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې او د پاکستان له‌خوا امریکا پر افغانستان بریدونه وکړل.

ګلبدین حکمتیار وايي: «كه زړې خبرې مو هېرې شوې وي؛ ايا په ياد مو دي، كله چې طالبان څلور كاله وړاندې كابل ته ننوتل تاسو دا کار د پاکستان لپاره ستره بریا وبلله. نن څه پېښ شول، چې پروني دوستان مو ناڅاپه په دښمنانو واوښتل او پر کابل او نورو سیمو مو بمبارۍ وکړې؟»

حکمتیار د دغه لیک په وروستۍ برخه کې سپارښتنه کړې، چې باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي او د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌شي.

نور خبرونه

رادیو