ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو حل ته چمتووالی وښود

۳ ساعتونه مخکې

د ایران ولسمشر د ایکو سازمان د څلورمې سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره لیدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره چمتووالی ښودلی دی. بزشکیان ټینګار کړی، چې اوس تر بل هر وخت زیات، مسلمان هېوادونه اړتیا لري چې یووالی او ورورګلوي وساتي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان ټینګار کړی، چې اوس تر بل هر وخت زیات، مسلمان هېوادونه اړتیا لري چې یووالی او ورورګلوي وساتي او د ګډو دښمنانو په وړاندې ودریږي.

بزشکیان وویل:«موږ باور لرو چې د تاوتریخوالي کمولو او د هر ډول شخړې څخه د مخنیوي لپاره باید هڅې وشي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترهګري او د غیرقانوني کډوالو مسله د ایران او پاکستان ګډې اندیښنې ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ګټورې پایلې ترلاسه کړې دي.

نقوي په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د پلاوي ترمنځ خبرې اترې هم "مثتې" وبللې او زیاته یې کړه چې "موږ د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو سوله ایز حل غواړو."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل؛ "موږ باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي اجازه ورنکړو."

دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د اوږدمهاله اوربند د ترلاسه کولو لپاره په دریېمه ورځ هم خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

پاکستان د ټي ټي پي د کنټرول لپاره د افغان طالبانو همکاري غوښتې ده خو طالبانو تر اوسه د اسلام اباد د غوښتنې په ځواب کې هېڅ انعطاف نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو