د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو په ګډه وړاندیز وکړ، چې د امنيتي وضعیت، ترهګرۍ او له طالبانو سره د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو لپاره دې د ټولو ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي. په دې اړه د پېښور د قول اردو له قوماندانو سره هم خبرې شوې؛ خو تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼي سېشنبه (د لړم ۶مه) لیکلي، یادې اسمبلۍ پرېکړه کړې چې د ستونزو د حل لپاره دې له والي، سر وزیر، د سیاسي ګوندونو له مشرانو، د مدني ټولنو استازو او اړونده ادارو له چارواکو سره سلامشوره وشي.
ورته مهال د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، چې د دغه کار د مدیریت لپاره د اسمبلۍ له غړو یوه کمېټه جوړه شوې ده. هغه وویل: «دغه ایالت د یوه ګوند نه؛ بلکې د ټولو دی. له ټولو سیاسي مشرانو، مدني ټولنو، وکیلانو ټولنې، سر وزیر او والي څخه غواړو، چې د امنیت د ټینګښت لپاره دې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.»
د یادې اسمبلۍ یوه غړي ارشاد ایوب وویل:« امنیتي وضعیت خورا کړکېچن او د اندېښنې وړ دی، دا زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی چې باید وضعیت سم کړو.» د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ یوه بل غړي ډاکټر امجد علي وویل: «سره له دې چې ۱۴زره عملیات شوي؛ خو بیا هم امنیت نهدی ټینګ شوی، باید ژر تر ژره د ټولو سياسي ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي.»
د اسمبلۍ یوه غړي عبدالغني وویل:« قبایلي خلک نور بمبارۍ او بېکوره کېدل نهشي زغملای او بله ستونزه دا ده، چې د جرګو مخه هم نیول شوې ده.» د نوموړې اسمبلۍ یوې غړې شازیه تهماس وړاندیز وکړ، چې د قبیلو ښځینه مشرانې دې هم په جرګو کې شاملې شي؛ ځکه هغوی د ځايي مسایلو په اړه ښه درک لري.
د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وړاندیز وکړ، چې ټول سیاسي ګوندونه دې یو ځای کېني او په ګډه دې یوه تګلاره جوړه کړي. تر دې پرېکړې وروسته د خیبر پښتونخوا نوي سر وزیر سهېل افریدي د پېښور د قول اردو قوماندان عمر احمد بخاري سره هم وکتل او دغه موضوع یې ورسره شریکه کړه.

