صالح: په ترکیه کې د کویټې پخوانۍ شورا او د پاکستان پوځ ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو د پخوانیو کویټې او پېښور شوراګانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ خبرې اترې له بن‌بست سره مخ شوې دي.

هغه زیاتوي، چې یادې شوراګانې هغه جوړښتونه وو چې د پاکستان پوځ له لوژستیکي او ستراتیژیک پلوه ورسره مرسته کوله.

امرالله صالح په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات د خندا وړ بللي او په طنزیه ډول یې لیکلي: «زه فکر کوم، په ټوله نړۍ کې یوازې دوه کسان دي چې په رښتیا پرې خاندي، یو زه یم او بل سفیر حسین حقاني دی. البته نور هم شته، خو هغوی دې خپل نومونه پخپله واخلي.»

تروسه د ترکیې د مذاکراتو د پای ته رسېدو په اړه طالبانو او پاکستان په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

نن (سه شنبه د لړم ۶مه) د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

نور خبرونه

رادیو