د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له معین او مل پلاوي سره یې کتلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سېشنبه (د لړم ۶مه) پر اېکس پاڼه د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال له خولې لیکلي، چې د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره په افغانستان کې انساني او د نشهيي توکو قاچاق ۵۰ سلنه کم شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د یادې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلې ګټې او ګډه همکاري وه. د طالبانو یو لوړپوړی پوځي چارواکی داسې مهال له یوه ترکي چارواکي سره ګوري، چې له څلورو ورځو راهیسې په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې او دغه خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې.

