برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي مېل» په خپل یوه راپور کې د برېتانیا د دفاعي کمېټې د تازه څېړنې په حواله ویلي، لږ تر لږه د هغو ۴۹ افغانانو خپلوان یا ملګري چې د برېتانوي ځواکونو له لوري یې شخصي معلومات افشا شوي وو، د همدې تېروتنې له امله وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، له ۲۳۱ افغانانو څخه چې د خپلو معلوماتو د افشا کېدو په اړه خبر شوي وو، ۴۹ کسانو ویلي، چې د دوی د کورنۍ یو غړی یا همکار د دې تېروتنې له امله وژل شوی دی.
د یادې افشا شوې معلوماتي قضیې پېښه په ۲۰۲۲ کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د مرکز لهخوا په تصادفي ډول رامنځته شوه، چې پکې د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو هویت او شخصي جزیات خپاره شول. دا هغه کسان وو، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې او د ځان د ژغورنې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې وه.
د راپور له مخې، د دې تېروتنې له کبله نږدې ۱۰۰ زره افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شول، ځکه هغوی په تېرو شلو کلونو کې له برېتانیايي ځواکونو سره کار کړی و.
ډېلي مېل ورځپاڼې غوښتل چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه افشا شوی معلوماتي ناورین خپور کړي، خو حکومت د «نه خپرېدونکې» یا پټ عدالتي امر له لارې د موضوع د خپرېدو مخه ونیوله، چې وروسته په جولای میاشت کې لغوه شو.
په څېړنه کې راغلي، چې له ۲۳۱ کسانو څخه ۲۰۰ کسانو ته د طالبانو لهخوا ګواښونه شوي دي. نږدې ۹۹ کسانو ویلي، چې مستقیم د مرګ ګواښونه ورته شوي او ۱۲۱ نورو بیا ویلي، چې د دوی کورنۍ او دوستان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا ګواښل شوي دي.
د برېتانوي پوځ پخواني افسر فیلیپ اینګرام دغه شمېرې «د حیرانتیا او د نه منلو وړ» بللي او ویلي یې دي: «د دې تېروتنې مسوولان باید حساب ورکړي.»
په راپور کې د یوه افغان سرتېري کیسه هم راغلې ده، چې د برېتانوي ځانګړو ځواکونو یو وژل شوی سرتېری یې له جګړې رااېستلی و. نوموړی وروسته د طالبانو اړوندو کسانو لهخوا ونیول شو، شکنجه شو، د هغه د ښي لاس ګوتې پرې شوې او له کاره ولوېدې.
دغه ۳۴کلن افغان چې د «ټریپلز» ځانګړو ځواکونو غړی و، نږدې لس کاله یې د برېتانیا له پوځ سره کار کړی و او په ۲۰۱۸کال یې په کابل کې د انټرکانټینټل هوټل د برید پر مهال د لوېدیځو اتباعو د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی و.
د دفاع وزارت منلې، چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو د پروګرام په اړوند اداره کې تر اوسه ۴۹ بېلابېلې د معلوماتو د افشا پېښې ثبت شوې دي، چې ځینې یې د انساني تېروتنې او ځینې د سایبري بریدونو پایله وې.
د وزارت ویاند ویلي: «درېیمو خپلواکو څېړنو ښودلې چې یوازې په دغه افشا شوي نوملړ کې نوم لرل د دې لامل نهشي کېدای، چې څوک په نښه شي، خو موږ دا خطر له پامه نهغورځوو.»

