فضل محمود فضلي وایي ټي‌‌ټي‌پي د پاکستان د ټولنې برخه ده

۳ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) موضوع د پاکستان د پوځ او ملکي ادارو یوه کورنۍ او داخلي مسله بللې ده.

فضل محمود فضلي پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «ټي‌ټي‌پي یو موجود او نه انکارېدونکی واقعیت دی، د پاکستان د ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او دا کاملاً د پاکستان د پوځ او ملکي ادارو داخلي مسله ده، نه کم او نه زیات.»

فضلي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې اسلام‌اباد پر طالبانو تور لګوي، چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالي د افغانستان له خاورې عملیات کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او دا موضوع د پاکستان کورنۍ مسله بولي.

نور خبرونه

رادیو