د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
هغه زیاته کړې:«داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري نن سې شنبه، د لړم۶مه، په خوست کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د دوی پالیسي دا ده، چې د بهرنیو او ګاونډي هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپلخ خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.
هغه وویل:« هېچاسره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»
محمد نبي عمري خبردارې ورکړې چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې تر دې وړاندې یې په تېرو شلو کالونو کې د امریکا پر وړاندې جګړه کړې او څوارلس کاله یې د روسانو پر وړاندې مقاومت کړی و.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته دا څویم ځل دی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د افغانستان حریم نقض کېدو او احتمالي جګړو په اړه څرګندونې کوي.
له دې وړاندې محمد نبي عمري د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ویلي و، چې پاکستان یرغل ګر دی او باید د عقل څخه کار واخلي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.

