د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د سعودي عربستان په سفارت پورې اړوند د قرآن کریم یو شمېر نسخې هم ارزول شوې او د واردولو اجازه یې صادره کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د دوشنبې ورځ، د لړم ۵مه وویل، چې په ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې «له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم» لیکل شوي دي، د چاپ اجازه ورکړل شوې ده.
یاد کمیسیون ویلي، چې د ۴۸ ټوکو بېلابېلو عنوانونو درلودونکو صادرو شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې شوې دي.
د کمېسيون په ناسته کې هغه ۱۱ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون پر غړو وېشل شوي، څو په اړه يې راتلونکې ناستې ته راپور وړاندې کړي.
د طالبانو د کتاب کمېسیون له دې وړاندې د ګڼو شمېر افغان لیکوالو پر تاریخي، سیاسي او ټولنیزو کتابونو بندیز لګولی او دا یې د خپلې ډلې پرضد بللي دي.

