د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دوی څارونکو ډلو د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې څلور کلینیکونه او یو لابراتور تړلی دی. دغه وزارت وایي، ناروغانو ته یې شفري نسخې ورکړې وې او ناقانونه فعالیتونه یې کول.
د (لړم ۵مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خصوصي روغتونونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه؛ څو د دوی له اصولو او مقرراتو سره سم فعالیتونه وکړي. نه یوازې په پکتیا بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ناروغان د خصوصي روغتونونو د باکېفیته خدمتونو له نشتوالي او د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو ورکړې په تړاو شکایتونه لري.
که څه هم طالبان په دې تړاو د اقداماتو خبرې کوي؛ خو څه موده وړاندې د ننګرهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې له دې ستونزو شکایت کړی و او د ځینو ډاکټرانو له لوري لیکل کېدونکې شفري نسخې یې هم شریکې کړې وې.
د معلوماتو له مخې؛ یو شمېر ډاکټران خپل درملتونونه لري او یا هم د درملو له ځینو شرکتونو سره قراردادونه لري، چې له همدې کبله ناروغان د شفري نسخو لیکلو له امله اړ باسي؛ څو د دوی له درملتونونو نه درمل واخلي. شرکتونه او درمل پلورونکي د دې چارو په بدل کې یو شمېر ډاکټرانو ته کمېشن ورکوي او همدا راز ورته بېلابېلې جایزې او سفرونه هم تنظیموي.

