ندامحمد ندیم وايي، د علمي کچې لوړېدو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه پیلوي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي، په هېواد کې د علمي ودې په موخه بېلابېلو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه پیلوي. هغه هلمند ته د سفر پرمهال زیاته کړې، چې پر یو شمېر نورو تحصیلي فرصتونو هم کار کوي.

د ندیم په خبره؛ د افغانستان د ښوونیز نظام ټول درسي مواد او ښوونیز سیستم د «اسلامي او افغاني فرهنګ» له مخې تنظیم شوی دی. د نوموړي په وینا؛ د طالبانو اداره د خپلو ټولو علمي ژمنو په پوره کولو ټینګه ولاړه ده او د علومو په برخه کې د خپلو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

هغه دا هم وویل، چې وزارت به ډېر ژر د «علمي پرمختګ» لپاره نوې طرحې او پروګرامونه پيل کړي؛ خو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پر کابل واکمنې ډلې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. دغه ډله په نړۍواله کچه د اسلامي هېوادونو له لوري پر دې کړنه غندل شوې او یادو هېوادونو دغه کړنه له «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې عمل یې بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و، چې دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو په اړه هېڅ ډول ژمنه نه‌شي کولای. همداراز په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده‌‌کړو وزارت ۶۷۹ علمي کتابونه او درسي مواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د لوست او تدریس لپاره منعه اعلان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو