قزاقستان له طالبانو سره د «ترکستان د سوداګرۍ ازاد زون» د جوړولو په تړاو خبرې وکړې

۱۸ ساعتونه مخکې

د قزاقستان د ترکستان والي نورالخان کشراوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د «ترکستان د سوداګرۍ ازاد زون» د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې او همداراز یې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان د ترکستان والي نورالخان کشراوف د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د افغان- قزاق د سوداګرۍ مجمعې په څنډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغان- قزاق د اقتصادي مجمعې له جوړېدو هرکلی وکړ او همداراز یې په خپل هېواد کې د کرنې، ودانیزو چارو او کانونو په برخو کې د سوداګریزو چارو او پانګونو په تړاو د فرصتونو او ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي هم په دې کتنه کې د افغان- قزاق مجمعې د جوړېدو په تړاو د قزاقستان له کوربتوبه مننه وکړه او همداراز یې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعیت او د اقتصاد محوره پالیسۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې اداري بروکراسي کمه شوې او ورسره جوخت یې د ترکستان والي ته بلنه ورکړه، چې د همکاریو د فرصتونو د لا ښې ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي او په راتلونکو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.

د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د صادراتي بالقوه اقلامو د نوملړ پر تبادلې او د اقتصادي اړیکو د تقویت لپاره د غونډو او اړیکو پر دوام ټينګار وکړ.

د یوه بل خبر له‌مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په «شېمکنت» او ترکستان کې له یو شمېر کارخونو او صنعتي پارکونو د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجربو د تبادلې، د ټکنالوژۍ او همداراز اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

د یادو کارخونو او صنعتي پارکونو مسوولینو هم له افغانستان سره د همکاریو او تجربو د تبادلې په برخه کې ټټر وواهه.

نور خبرونه

رادیو