د کرملین ویاند دیمتري پيسکوف وايي، چې که د روسیې پر ژورو سیمو د برید هڅې وشي، مسکو به قوي او سخت غبرګون وښيي.
پيسکوف د روسیې دولتي تلویزیون له خبریال سره په مرکه کې وویل، « لکه څنګه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي، ځواب به قاطع او سخت وي».
پوتین تېره پنجشنبه وویل چې مسکو به هېڅکله د امریکا او یا کوم بل بهرني ځواک تر فشار لاندې رانه شي، او خبرداری یې ورکړ چې که د روسیې پر ژورو هدفونو برید وشي، نو هېواد به یې «قاطع او سخت» پوځي غبرګون وښيي.
پوتین د یکشنبې په ورځ هم وویل چې روسیې د «بوریوېسټنیک» په نوم د اټومي انرژۍ خوندي کوونکي کروز توغندي بریالي ازمویلي دي.
مسکو وايي، هیڅ دفاعي سیستم دغه توغندی نه شي نیولی.

