سراج الحق: په افغانستان کې د ناټو او شوروي خلاف جګړې د پاکستان د بقا لپاره وې

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې "د حقیقت خلاف" او "د خپل هېواد د ملي دریځ پر ضد" بللې دي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې جګړې د پاکستان د بقا جګړې وې.

سراج الحق په ایکس لیکلي: «د افغانستان جهاد ته منفي رنګ ورکول د هغو میلیونونو مجاهدینو او شهیدانو د قربانیو سپکاوی دی، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې خپلې وینې تویې کړې.»

نوموړي زیاته کړې، که د شوروي اتحاد خبره وه او که د ناټو ځواکونو، د دواړو هدف پاکستان و، خو جګړه د افغانستان دننه روانه وه. هغه ویلي: «په اصل کې دا جګړه د پاکستان د خوندي کولو لپاره وه.»

سراج الحق «غزنوي او غوري» د اسلامي تاریخ اتلان یاد کړي او د هغوی په اړه د غیرمسوولانه ژبې کارول یې د افسوس وړ بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د یو بل د تورونو پر ځای، د متقابل درناوي، اسلامي ورورولۍ او ګډې سولې او پرمختګ پر بنسټ ولاړې وي.

نور خبرونه

رادیو