د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د ګروسي څرګندونو د امریکا او اسراییل «تېري» ته لاره هواره کړه

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي څرګندونو د امریکا او اسراییل «تېري» ته لاره هواره کړه. هغه له ګروسي وغوښتل، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له بې‌بنسټه څرګندونو ډډه وکړي.

نوموړي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له سوله‌ییز ماهیت څخه خبر دی.

نور خبرونه

رادیو